اسلام آباد 02 جون (اے پی پی) پاكستان تحریك انصاف وئيلي دي مسلم لیګ (ن) له به د غیرملكی فنډنګ حساب وركول وي،هغوي به تيښتې ته پري نه ښودلې شي، نواز شریف به د ګوند په فنډ كښې 10 كروړه جمع كولو سره 6 كروړه بيرته اخستې ٬ (ن) لیګ د ګوند اكاونټس منی لانډرنګ لپاره كارولې، د فالودې او پاپړو خرڅونكو په نامه اكاونټس پرانستلې شوي۔ د نهې په ورځ الیكشن كمشن كښې د ګوند فنډنګ كیس سماعت نه پس میډیا سره په خپلو خبرو كښې علی محمد خان او پارلمانی سیكتر فرخ حبیب ووئيل نن د فارن فنډنګ مسئله حل شوې مونږ د اكاءونټس ټول تفصیلات جمع كړي دي ۔ فرخ حبیب ووئيل مسلم لیګ (ن) د فارن فنډنګ لوي داستانونه لري
مضمون کا ماخذ : لاٹری ایپ ڈاؤن لوڈ کریں