اسلام آباد 31 مئي (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف د چين دورې په مهال د نتيجې وړ بزنس ټو بزنس ملاقاتونو په اړه د كوټلې پلان ترتیب كولو او چين انډسټری له په پاكستان كښې د صنعتونو لګولو ترغیب په اړه د تګلاري جوړولو سپارښتنه كولو سره وئيلي چې حكومت به د چین صنعت كارو او سرمایه كارو له هر ممكن آسانۍ ور??وي??د جمعې په ورځ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ د اړخه د جاري شوې بيان له مخې د دې خيالاتو څركندونه ده په خپله مشرۍ كښې د وزیراعظم د چين دورې تيارو په اړه سهار 7 بجې د جاج اخستلو غونډه كښې وكړه۔ په غونډه كښې نائب وزیراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار ، د تجارت وف??قی وزیر جام كمال خان ،د اقتصادی چارو وف??قی وزیر احد خان چیمه ، د صنعت او پیداوار وف??قی وزیر رانا ??نویر حسین ، د اطلاعاتو او خپرونو وف??قی وزیر عطاء تارړ ،د د پټرولیم وف??قی وزیر مصدق ملك ،د نجكارۍ وف??قی وزیر عبد العلیم خان ، وزیر مملكت شزا فاطمه ، د وزیراعظم معاون خصوصی طارق فاطمی ، د وزیراعظم كوآرډینیټر رانا ??حسان افضل ، د پلاننګ كمېشن ډپټی چیئرمېن جهانزیب خان او اعلیٰ سركاری افسرانو ګډون وكړو،د منصوبه بندۍ وف??قی وزیر احسن اقبال او چین كښې تعینات د پاكستان سفیر په غونډه كښې د وډیو لنك د لارې ګډون وكړو۔په غونډه كښې وزیراعظم سپارښتنه وكړه چې د دورې په مهال دې د دواړو هېوادونو ترمينځه د نتيجې وړ بزنس ټو بزنس ملاقاتونو په اړه كوټلې پلان ترتیب كړې شي، د چین انډسټری له دې په پاكستان كښې د صنعتونو لګولو ترغيب وركولو په اړه تګل??ره جوړه كړې شي۔ وزیراعظم ووئيل حكومت به د چین صنعت كارو او سرمایه كارو له ټولې ممكنه آسانۍ ور??وي?? وزیراعظم په چین كښې تعینات د پاكستان سفیر ته د پاكستانی كاروباری پلاوي په چين كښې د هر ممكنه آسانيو وركولو سپارښتنه وكړه۔په غونډه كښې د وزیراعظم د چين دورې په اړه د تيارو په حقله تفصیلی بریفنګ وركړے شو۔ وزیراعظم ته ووئيل شول چې د پاكستان څخه به د صنعت كارو ،سرمایه كارو او كاروباری كسانو يو پلاوې هم د وزیراعظم سره د چین شینزن ښار ته ځي۔دغه پلاوې به د چین كاروباری ورورولۍ سره ملاقاتونه كوي او د پاك چین په بزنس ټو بزنس اړيكو به خبرې اترې كوي
د وزیراعظم د چين دورې په مهال د نتیجې وړ بزنس ټو بزنس ملاقاتونو په اړه د كوټلې پلان ترتیب كولو سپارښتنه
Life Spin Integrity Betting Link
مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ کی پیش گوئی