اسلام آباد۔10جولائی(اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق په سوئيلي وزيرستان كښې د تره??رو په ضد د عملياتو په مهال د ??زو په تبادله كښې د امنيتي ځواكونو د درې ځوانانو د قيمتي ځانونو په زيان د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ د قامي اسمبلۍ سېكرټرېټ ل??وا د جاري شوي بيان له مخې سپيكر سپاهی اسد ، سپاهی سفیان او زین علی ته د تره??رو په ضد مړانې سره د مقابلې كولو په مهال د شهادت درناوي په ترلاسه كولو د عقيدت پېرزوينې وړاندې كړې او د دوئي كورنيو سره يۍ غمرازي ښكاره كړه۔ د قامي اسمبلۍ سپيكر ووئيل د غم په دې سخت وخت كښې مونږ غمجنې كورنۍ سره يو برابر شريك يو۔ د هېواد لپاره د ځان قرباني كوؤنكو وينه به بې ځايه نه ځي۔ ده ووئيل د قام سبا لپاره د خپل ځان قربان كوؤنكو قربانۍ به تل ياد ساتلې شي۔ ده ووئيل ټول قام د ترهګرۍ ختمولو لپاره خپلو امنيتي ځواكونو سره ولاړ دے۔ سپيكر شهيدانو له د لوړو درجو او غمجنيو كورنيو له د صبر او زغم دعا وكړه۔ دوهم سپيكر سید میر غلام مصطفیٰ شاہ هم په سوئيلي وزيرستان كښې د امنيتي ځواكونو درې ځوانانو په شهادت د افسوس څرګندونه كولو سره د شهيدانو كورنيو سره غمرازي ښكاره كړه۔ ده ووئيل ټول قام د تره??رو په ضد يو موټے دے٬ زمونږ د مېړنو فرزندانو قربانۍ به كله هم بې ځايه لاړې نه شي۔ امنيتي ځواكونو د ترهګرۍ د نوغي ويستلو عزم كړے دے۔ د تره??رو بزدلانه كارروايۍ د امنيتي ځواكونو د ترهګرۍ ختمولو عزم كمزورې كولې نه شي۔ دوهم سپيكر هم شهيدانو لپاره د لوړو درجو او غمجنيو كورنيو له د صبر او زغم دعا وكړه۔
د سپيكر او دوهم سپيكر په سوئيلي وزيرستان كښې د امنيتي ځواكونو د درې ځوانانو په شهادت غمرازي
वीआईए ऑनलाइन आधिकारिक मनोरंजन ऐप
مضمون کا ماخذ : خون چوسنے والے II