اسلام آباد 05 جولائي (اے پي پي) د پاك پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه سره د تركيې د زمكي ځواكونو كمانډر جنرال موسٰی اوسيور ملاقات كړے۔ د ملاقات په مهال د دواړو وروڼو هېوادونو ترمينځه په دفاعي او امنيتي مرسته خاص زور راوړلو كېدو سره د شريكې خوښې په وظيفائي چارو خبرې شوې دي۔ د آئي اېس پي آر له مخې د پاك پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه وئېلي دي چې مونږ تركيې سره د ورورولۍ خپلو اړيكو ته د قدر په سترګه ګورو د كومو چې جرړې په تاريخ كښې ژورې دي او زمونل كلتور او مذهبي تړون سره تعلق لري۔ دواړو شخصياتو په خاص توګه د تربيې او د ترهه ګرۍ مخ نيوي په څانګو كښې پوځي اړيكې لا ښه جوړولو ته اتفاق وكړو۔خاص مېلما د پاكستان د وسله والو ځواكونو د پیشه وارانه پوهې اعتراف وكړو او په بېلو څانګو كښې د مرستې زياتولو د عزم څرګندونه ئې وكړه۔ ده د پاكستان سره په هره كچه په سفارتي مرسته كښې د لا بهترۍ لپاره د خپل كردار ادا كولو عزم وكړو
د پاك پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه سره د تركيې د زمكي ځواكونو كمانډر جنرال موسٰی اوسيور ملاقات وكړو
مضمون کا ماخذ : آن لائن لاٹری پاکستان