اسلام آباد ۔ 21 اګست (اے پی پی) پاكستان د تركيه غازي عنتاب صوبه كښې د ترهه ګرۍ بريد په سختو ټكو كښې غندنه كولو سره د تركيه حكومت ??و اولس سره د يو والي څرګندونه كړې۔ د خارجه دفتر وياند د اتوار په ورځ جاري شوي بيان كښې وئيلي چې د پاكستان حكومت ??و اولس ته د تركيه په غازی عنتاب صوبه كښې د واده ??ه يوه دستوره ترسره شوي د ترهه ګرۍ بريد په نتيجه كښې په شوي قيمتي ځاني زيان سخت افسوس شوے۔ وياند ووئيل د دې پېښې بربريت دې څخه څ??ګنديږي چې د خوشحالۍ يوه دستوره په غم كښې بدله كړې شوې۔ پاكستان د دې ناوړه پېښې په سختو ټكو كښې غندنه كوي۔ وياند ووئيل پاكستان د هر ډول ترهګرۍغندنه كوي۔ وياند ووئيل زمونږ خواخوږي او دعا ګانې ځپليو كورنيو لپاره دي۔ وياند د ژوبل شويو زر روغتيا له هم دعا وكړه۔ وياند ووئيل د تركيه امن ٬ سلامتيا او داخلي همغږۍ ته زيان رسوؤنكې عناصر به چرې كامياب نه شي۔ وياند هيله څ??ګنده ??ړه چې د تركيه اولس به په ګډه د ترهه ګرۍ لعنت ته ماتې وركړي۔ وياند ووئيل تركيه د ترهه ګرۍ په ضد كوټلې هڅې كوي او تركيه به امن او همغږي په ځائې ساتلو سره د پرمختګ او سوكالۍ په لاره روان وي۔ پاكستان په دې لړ كښې تركيه سره د خپل اړخه بشپړ يووالي له د خپل لوظ پخلې كوي۔
پاكستان تركيه كښې د ترهه ګرۍ بريد سختو ټكو كښې غندلې۔ د تركيه امن ٬ سلامتيا او داخلي همغږۍ ته زيان رسوؤنكې عناصر به چرې كامياب نه شي۔ د تركيه اولس به په ګډه د ترهه ګرۍ لعنت ته ماتې وركړي۔ د خارجه دفتر وياند
مضمون کا ماخذ : بڑا برا بھیڑیا۔