رپورټ: ظھیر الحق
ترجمه: ډاكټر واحد الله ايوب الازهري
هېواد كښې اداره جاتې اصلاحات ٬ د بېلو سركاري ادارو او څانګو د كار استعداد زياتول او خرڅونو كښې د كمي راوستلو سره د دغه ادارو كاركردګي ښه كول وخت په وخت د راتلونكو اړوندو حكومتونو ذمه واري وه۔هر څو چې د پخوانو حكومتونو لخوا د سركاري محكمو او د حكومتي ادارو د كار استعداد ښه كولو له لويې ادعاګانې كېدلې خو ورځ په ورځ د پاکستان رېلوېز، د قامي فضائې کمپنۍ (پي آئي اے) او د پاکستان سټیل ملز په ډول د لويو سركاري ادارو سره سره د نورو وړو ادارو په انتظامي چارو كښې پرله پرسې وروستو والے او مالياتي ستونزې ښكاره لېدلې شوې۔
د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ كښی اوسني حكومت سركاري ادارو كښې د اصلاحاتو كولو سره دغه ادارې په مالي توګه په خپلو پښو د اودرولو عزم كړے۔ په دې لړ كښې نوموړے اقتصادي كارپوهه او اصلاحات خوښے ډاکټر عشرت حسېن دې كار لپاره د وزيراعظم صلاحكار مقرر كړے شوے۔د اصلاحاتو كولو په ضرورت ٬ اهميت او د عملدرآمد په صورتحال خپلو خبرو كښې ډاكټر عشرت حسېن ووئيل دا يو ګران كار دے كوم چې دا ځل په بېلو پړاؤنو كښې ترسره كېږي۔ هغه هيله ولرله چې د قام تعمير نو له د سركاري ادارو مرستياله كردار تر مخه دا ادارې په سم لوري روانولو سره به غوښتلې شوې نتيجې ترلاسه كړې شي۔’’اے پی پی‘‘ سره خپلو خبرو كښې هغه ووئيل د اصلاحات عمل په څلورو برخو وېشلے شوے۔ د اولني پړاؤ له مخې وفاق كښې هغه ادارې په يو بل كښې ضم كړے شوي كومې چې يو ډول كار كوي۔ ډاکټر عشرت حسېن ووئيل سباؤن لپاره د كومې منصوبه بندۍ نه غېر د سركاري ادارو شمېره 441 ته رسېدلې وه۔ مونږ اوس دغه شمېره تر 342 راوستې ده۔
د دويم پړاؤ په اړه ډاكټر عشرت حسېن ووئيل پي آئي اے ، پاکستان رېلوېز، پاکستان سټیل ملز او د نورو سركاري ادارو بحالۍ ، تعمیرنو او تشکیل نو له ګامونه پورته كولې شي۔ مونږ دا ادارې د حكومت تر سېوري لاندې يا د پاكستان سټيل ملز په ډول د پبلك – پرائېوېټ پارټنر شپ لاندې ګټورې جوړول غواړؤ۔ډاکټر عشرت حسېن زياته كړه چې د سول سروسز اصلاحاتو عمل د ادارہ جاتی اصلاحات درېم مهم ګام دے۔ هغه ووئيل لويو اصلاحلاتو ته حتمي شكل وركړ ے شوے او په ځينو خو عملدرآمد هم شوے۔ هغه ووئيل زما په نظر كښې د هېواد په سول سروسز كښې د كاركردګۍ دائره او د ترقۍ پالېسي د سول سروسز بنيادي كمۍ دي ولې چې د وړاندې نه د روانې پالېسۍ تر مخه مونږ د ښه كاركردګۍ او ناسمه كاركردګۍ ترسره كوؤنكو كښې فرق كولے نه شوو۔هغه ووئيل د ملازمانو په كلن کانفیډنشل رپورټ (اے سی آر) انحصار كولو په ځاے د ملازمانو د كاركردګۍ جاج اغستو له بنيادي اعشاريې معارفي كړې شوي ۔ اوس به يوازې د سنیارټی په بنياد نه بلكې د كاركردګۍ ٬ ټرېننګ او اهليت په بنياد ترقي وركولې شي۔ډاکټر عشرت حسېن ووئيل كله چې پروموشن رولز نافذ كړے شول نو ځينو دغه رولز عدالت كښې چېلنج كړې هم وو خو پرېكړه دا وكړې شوي چې رولز په مېرټ جوړ كړې شوې۔
هغه ووئيل د سول سروس ریفارمز ترسېوري لاندې د وفاقي حكومت ملازمانو چوكۍ 6 لکه 40 زره نه تر 5 لکه 70 زره كولې شي او په دې لړ كښې د ګرېډ 1 نه تر ګرېد 16 پورې 70 زره آسامۍ ختمولې شي۔ دې ډول بچت سره به د سول سرونټس تنخاګانې زياتې شي۔
دغسې د سېنټرل سپیریئر سروسز (سی اېس اېس) په اصلاحات هم غور كوو۔ هغه ووئيل مونږ نېشنل اېګزېکټو سروس ته د عام ملازمانو او پوهانو د درجه بندۍ وړاندېز وركوؤ۔ هغه ووئيل د سی اېس اېس امتحانونو تګلارې تنظيم نو له مخې دې كانديدانو نه پوښتنه وكړې شي چې هغوي د خپلې خوښې مضمونو كښې امتحان وركولو سره د خپلې خوښې سروسز ته لاړ شي۔ هغه ووئيل د قومي كچې مقابلې په امتحان كښې د شاملېدو نه وړاندې كانديدانو له به د خپلې خوښې څانګې ټاكنه كول وي۔د اصلاحاتو څلورم پړاؤ په حقله ډاكټر عشرت حسېن ووئيل دفتري طریقہ کار د پخواني فائل سسټم په ځاے الېکټرانک آفس ورک (اي آفس) باندې بدلولې شي۔ ټول مواد به په وېب سائټ موجود وي او ډېرو كېسونو كښې به اولس د دفترونو د چكرو لګولو نه خلاص شي۔ هغه ووئيل د اداره جاتي اصلاحات په څلورو واړو پړاؤنو عملدرآمد روان دے او راتلونكو ورځو كښې به دا له تند كړے شي۔ مونږ پرېكړې كوؤ او ورسره ورسره عملدرآمد هم كوؤ۔ هغه ووئيل د كال 2019 جولائي مياشت كښې وفاقي حكومت د ادارو بيا منظم كولو منظوري وركړې وه او يوه د عملدرآمد كمېټي د دغې پرېكړو نفاذ باوري كوي۔
د اېس ډی پی آئی اېګزېكټو ډائرېكټر ډاکټر عابد قیوم سلهري د ادارہ جاتې اصلاحات په حقله ووئيل ادارہ جاتې اصلاحات يوازې په قانون او پالېسيو كښې بدلون راوستل نه دي۔ هغه ووئيل اصلاحات كاميابول ډېر مهم دي۔ مونږ به يوازې ساده بدلون نه كوو بلكه د لسيزو پخوانې ذهنيت به هم بدلول وي۔ هغه ووئيل پاكستان يو داسے هېواد دے چرته چې د پالېسيو او رولز كوم كمے نشته ولې كه كمې دے نو هغه د دې د نفاذ او په دې د عملدرآمد دے۔ هغه ووئيل مونږ له به بدلېدونكو نړيوالو رجحاناتو ته پام ګرځول وي او د كار نوې او مهمې تګلارې پلو به مخ په وړاندې تلل وي۔ د وزيراعظم د ادارجاتي اصلاحات صلاحكار ډاکټر عشرت حسېن لخوا د اصلاحاتو عمل كاميابولو هڅې ستائلو سره ډاكټر عابد قیوم سلهری ووئيل د وزيراعظم صلاحكار په يو وخت د اصلاحات كولو په ځاے دا په بېلو پړاؤنو كښې معارفي كوي كوم چې يو خوشبينه كار دے۔ هغه ووئيل د ادارہ جاتی اصلاحات ترسېوري لاندې غیر فعاله سرکاری ادارې ضم كولو يا ختمولو سره نزدې د څلور نيم سوه ادارو شمېره تر درې نيم سوه ادارو راوستلې شوې۔ بېلو ادارو كښې د يو كار كېدو نظام به بدلول وي۔ دغسې د سول سول سروسز ریفارمز په اړه ډاکټر عابد قیوم سلهری ووئيل په دې لړ كښې هم بېلو پړاؤنو كښې د اصلاحات عمل روان دے۔ هغه ووئيل د اصلاحات عمل د عملدرآمد غوښتنه كوي۔ هغه ووئيل د اصلاحاتو مطلب په رويو او انتظامي تګلاره كښې بدلون راوستل دي او په دې لړ كښې د اصلاحاتو نه يرېدونكو ډلو رائے اخستل هم ضروري دي ولې چې كه داسې ونكړی شي نو د اصلاحات به مطلوبه نتيجې رامخې ته نشي۔ ﴿په مننه د اے پي پي)٠