پېنډې 14اګست (اے پي پي) د پاك پوځ د اولسي اړيكو څانګې﴿آئي اېس پي آر﴾ وئيلي دي چې د بلوچستان د لورالائي په شارګ سيمه كښې د اېف سي بلوچستان په ګاډي ترهګرو ډزې كړې دي او د اېف سي اهلكارو د ترهګرو د ډزو سخت ځواب وركولو سره درې ترهګر وژلي دي. د خالي په ورځ د آئي اېس پي آر لخوا په جاري شوي بيان كښې وئيلي شوي دي چې د ډزو په تبادله كښې د پاك پوځ نائيك شريف شهيد شوے دے. په پېښه كښې مېجر قاسم او يو سپاهي ژوبل شوي دي كوم چې د كوئټه سي اېم اېچ ته رسول شوي دي.
مضمون کا ماخذ : quina acumulada