اسلام آباد ۔ 18 جنوری (اے پی پی)پاكستان په سيالكوټ سېكټر كښې په وركنګ باؤنډرۍ د ډز بندۍ خلاف ورزۍ غندنه كولو سره د زيارت په ورځ هندي دوهم هائي كمېشنر جے پي سنګ خارجه دفتر ته رابللو سره د بې درېغه ډزو په پېښه سخت احتجاج وكړو۔ د خارجه دفتر وياند ترمخه د زيارت په ورځ د هندي ځواكونو په کندن پور چھپرار كلي كښې د مارټر ګولو د لارې ودانۍ په نښه كولو او د خود كار وسلو ډزو په نتيجه 45 كلنه پروين بي بي او 20 كلنه عائشه نومې دوه مېرمنې شهيد او د درې مېرمنو په شمول 5 نور كسان ژوبل شوي۔ د سوئيلي آسيا او سارك ډي جي هندي دوهم كشمنر رابللو سره احتجاجي مراسله ده ته وركړه۔ خارجه دفتر ووئيل هند د روان كال په اولنو 18 ورځو كښې تر دې دمه د كنټرول لائن او په وركنګ باؤنډرۍ 110 څخه زيات ځله د جنګ بندۍ خلاف ورزۍ كړې دي۔ چې په نتيجه كښی ئې تر دې دمه 3 بېګناه وګړي مړه او 10 نور ژوبل شوي دي۔ وياند ووئيل د بې ګناه وګړو په نښه كول يو ناوړه او د انساني وقار او نړيوالو بشري حقونو په ضد ګام دے۔ په ه??د زور راوړلې شو چې هغه د سيز فائر لوظنامې خيال وساتي او خپل ځواكونه دد?? لوظنامې د خيال ساتلو پابند كړي
د پاكستان لخوا په سيالكوټ سېكټر كښې په وركنګ باؤنډرۍ د ډز بندۍ خلاف ورزۍ غندنه
مضمون کا ماخذ : لاٹری کے سستے ٹکٹ