اسلام آباد ۔23دسمبر(اے پی پی) د تجارت وفاقي وزير خرم دستګير خان وئيلي دي د پاكستان او هند معامله اوس مه??ل هند سره تجارت بندول به زمونږ په ګټه نه وي۔ د جمعې په ورځ د سېنېټ غونډې په مهال د سليم مانډوي والا د پام ګرځونې نوټس په ځواب كښې د تجارت وفاقي وزير ووئيل ?? ځينې حلقو غوښتنه ده چې هند سره دې تجارت ختم كړې شي۔ ده ووئيل ??مونږ و??له وال ځواكونه د هند لخوا د اېل او سي خلاف ورزۍ سم ځواب وركوي۔ ده ووئيل ?? پاكستان او هند ترمينځه تجارت 2.083 ارب ډالره دے۔ هند سره تجارت بندولو سره د هند په معيشت هېڅ اغېز نه راځي۔ تېر كال د هند پاكستان لپاره برآمدات1 ارب 78 کروړ ډالره وو كوم چې د نړۍ نورو هېوادونو لپاره د هند د مجموعي برآمدات 0.8 فیصده دي۔ ده ووئيل مونږ هند څخه خام مال راغواړو۔ ده ووئيل په شريك ??جارت بندېز سره زمونږ ځينې صنعتونه ځپل كېدې شي۔ ده ووئيل ?? پاكستان هند له برآمدات تېر كال د 3 ارب 30 کروړه ډالره وو كوم چې زمونږ د مجموعي برآمدات 14 فيصده دي۔ وفاقې وزير ووئېل كه حاجت پېښ شو نو هند سره د تجارت په بندولو غور كېدې شي ۔ بيا هم دا مه??ل هند سره تجارت بندول د پاكستان په ګټه كښې نه دے۔
كه ضرورت پېښ شو نو هند سره د تجارت په بندولو غور كېدې شي۔
مضمون کا ماخذ : ایزٹیک گولڈ