اسلام آباد 10 مارچ(اے پی پی) د حكومت اتحادي ګوندونو د هېواد بهترۍ لپاره د وزيراعظم عمران خان د وژن مكمل ملاتړ له عزم كولو سره په سېنېټ كښې د چيئرمن او ډپټي چيئرمېن په اړه د وزيراعظم د پريكړې تائېد كړے۔د وزيراعظم د مېډيا دفتر لخوا جاري بيان له مخې د شورو په ورځ وزيراعظم عمران خان سره د پاكستان تحريك انصاف د اتحادي ګوندونو مشرانو ملاقات وكړو۔د ملاقات په مهال د دفاعي پېداوار وفاقي وزيره زبيده جلال٬د قامي اسمبلۍ اسمبلۍ غړے خالد مقبول صديقي٬د كورنيو او ودانو وفاقي وزير طارق بشير چيمه٬د دفاع وزير پروېز خټك٬د تعليم او تربيې وفاقي وزير شفقت محمود٬د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز٬د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير اسد عمر هم موجود وو۔د ملاقات په مهال د هېواد په سياسي صورتحال او په اتحادي چارو خبرې وشوې۔په دې مهال د حكومت اتحادي مشرانو د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ د بشپړ اعتماد څرګندونه وكړه
وزيراعظم عمران خان سره د پاكستان تحريك انصاف د اتحادي ګوندونو مشرانو ملاقات
مضمون کا ماخذ : estatisticas para ganhar na loteria