اسلام آباد 19جنوري (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيکر اسد قيصر وئيلي دي بهر هېواد كښې مېشته پاکستانيان د هېواد سفيران دي او د هېواد په تعمير او پرمختګ كښې مهم كردار ترسره كوي،موجودہ حکومت سمندر پورې پاكستانيانو خذمات ته د قدر په سترګه ګورې او پاکستان كښې هغوې له هر ممکن آسانيو وركولو له لوظي يو۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ اسلام آباد كښې وزيراعظم د سمندر پورې پاكستانيانو صلاحكار ايوب آفريدي په مشرۍ كښې اوورسيز ايمپلائمنټ پروموټر سيمينار كښې ګډون كوونكو ته وينا كښې وكړه۔اسپيکر اسد قيصر ووئيل موجودہ حکومت په ټوله نړۍ كښې مېشته پاکستانيانو سره ولاړ دے او د هغوې مسئلو حل كولو له په ترجيحي بنيادونو اقدامات كوي۔ده ووئيل موجودہ پارليمان بهر هېوادونو كښې مېشته پاکستانيانو ته د ووټ په حق وركولو د هغوي سره شوو لوظونو تر سره كولو لپاره ګامونه پورته كوي۔ده ووئيل بهر هېوادونو كښې مېشته پاکستانيان د پاکستان مثبت تشخص رامخې ته كولو كښې مهم كردار ترسره كوي۔ده ووئيل سمندر پورې پاکستانيان قيمتي زرمبادله ګټلو سره د هېواد معاشي او اقتصادي حالاتو ښه كولو كښې مهم كردار ترسره كوي۔ده د اوورسيز ايمپلائمنټ پروموټر خذمات ستائلو سره ووئيل اوورسيز ايمپلائمنټ پروموټر يوه مهمه فريضه ترسره كوي۔په دې موقع نورو مقررينو د مېشته پاکستانيانو ته پېښو مسئلو حل كولو او هغوې له آسانيو وركولو كښې د حکومت مثبت اقدامات هم وستائل
بهر هېواد كښې مېشته پاکستانيان د هېواد سفيران دي٬ سمندر پورې پاكستانيان د هېواد په تعمير او پرمختګ كښې مهم كردار ترسره كوي۔اسد قيصر
مضمون کا ماخذ : کنگ میکر