اسلام آباد 03 اګست (اے پي پي) وزیراعظم محمد نواز شریف وئيلي دي تر??ما??ستان، افغانستان، پاکستان?? هند ګاز پائپ لائن (تاپی) ټولې منطقې له د اهميت وړ منصوبه ده ٬ د منصوبې زر ترسره كېدو سره به د توان امنيت او د س??مه ايزې سوكالۍ مشتركه مقاصد ترلاسه كولو له مرسته ترلاسه شي ۔وزيراعظم د دې خيالاتو څرګندونه د تر??ما??ستان پارلمان چیئرپرسن اکاجا نور بردییف په مشرۍ كښې پلاوي سره خبرو كښې وكړه۔ وزیراعظم ووئيل د پاکستان د ګاز حاجت ترسره كولو نه علاوه دا منصوبه به س??مه كښې په اق??صا??ي او سياسي لحاظ سره هر اړخ له مرستياله وګرځي۔ وزیراعظم ووئيل د پاکستان او تر??ما??ستان تر مېنځه د پارلماني پلاويو وخت په وخت تګ راتګ سره به دواړو هېوادونو كښې د جمهوريت استحكام له هم مرسته ترلاسه شي ۔ده ووئيل پاکستان او تر??ما??ستان د ملګرتيا اړيكې لري خو د دوه اړخيزه اړيكو دائره او په خاص توګه اق??صا??ي روابط لا زياتول غواړي۔ ده ووئيل د پارلمانونو ترمېنځه بايد رابطې لا زياتې كړې شي ۔ وزیراعظم د تر??ما??ستان د آزادی په 25مه كليزه د تر??ما??ستان اولس مشر قربان ګلی بردي محمددوف او د تر??ما??ستان اولس له مباركې وركړه او د تر??ما??ستان اولس مشر لخوا د نېكو هېلو په ځواب ئي هم د دغه رنګ جذباتو څرګندونه وكړه ۔ د تر??ما??ستان د پارلمان چیئرپرسن پاکستان كښې د پلاوي په تود هركلي كولو د وزیراعظم مننه وكړه او د تر??ما??ستان اولس مشر قربان ګلی بردی محمددوف لخوا ئې وزیراعظم محمد نواز شریف ته په كاميابه سرجرې مباركي وركړه ۔ دې ووئيل د تر??ما??ستان اولس مشر په ذاتي توګه د بېلا بېلو منصوبو نګراني كوي دغسې چې د ښه معيار له مخې په وخت ترسره كړې شي ۔د تر??ما??ستان د توان نائب وزیر تاج محمد غلام محمدی دوف په دې موقع ووئېل تاپي ګاز پائپ لائن منصوبه د كال 2019 تر پائي ترسره كړې شي ۔د تر??ما??ستان په پلاوي كښې د پارلمان نائب چيئرمېن مقست باب ییف، پاکستان كښې د تر??ما??ستان سفیر عطاد جان اېن مولا موف اود پارلمان نور غړي شامل وو ۔ په دې موقع د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار ایاز صادق، د وزیراعظم د خارجه چاور مرستيال طارق فاطمي، د قامي اسمبلۍ غړې شکیله لقمان او نور اعلٰې چارواكي هم موجود وو۔
وزیراعظم محمد نواز شریف سره د ترکمانستان پارلمان چیئرپرسن اکاجا نور بردییف په مشرۍ كښې پلاوي وليدل
مضمون کا ماخذ : لکی لیپریچون