اسلام آباد 01 جون (اے پي پي) وفاقي وزير خرم دستګير خان او وزير مملكت هاشم نوتيزئي سره په پاكستان كښې د كوريا سفير سوه سنګپيور د شورو په ورځ ملاقات وكړو. د ملاقات په مهال د دواړو هېوادونو ترمېنځه په بېلا بېلو څانګو او په خاص توګه د اوبو څخه د برېښنا پېدا كولو په څانګه كښې په مرسته اتفاق وكړے شو. د برېښنا وزارت وياند له مخې د ملاقات په مهال د كوريائي كمپنو د هائيډل پاور پروژو په رفتار ګړندې كولو هم اتفاق وكړے شو. د كوريا سفير په پاكستان كښې د سرمايه كارې د موقعو څخه په استفاده كولو كښې خوښي څرګنده كړه
مضمون کا ماخذ : بفیلو بلٹز