اسلام آباد 05 اکتوبر (اے پي پي)د برتانيې پارلماني غړې ناز شاہ وئيلي دي د هند په غیر قانوني تسلط كښې مقبوضه جمو او کشمیر كښې د طلمونو په ضد غږ په بنیادي كچه پورته كولو ته اړتيا ده، کشمیر زما زړه ته نزدے دے، د ظلمونو تر بنديدو به حقیقت رامخې ته كوم، تر څو چې مقبوضه کشمیر كښې د ظلمونو سلسله نه وي بنده شوې خپل كار به روان ساتم۔د دې خيالاتو څرګندونه دې د نهې په ورځ ”اے پي پي ” سره خپله مركه كښې وكړه۔ د بریډ فورډ وېسټ څخه 2015ء څخه د لیبر پارټي پارلمانې غړې ناز شاہ ووئيل مقبوضه کشمیر کښې د بې ګناه وګړو په نخښه كولو او د سپكاوي په ضد او د پیلټ ګنز د لارې د وګړو ژوبل كولو په اړه د پارلمان نه علاوه د کمیونټیز د اړخه پورته كيدونكے غږ به په نړيواله كچه زيات اثر لري۔ ناز شاہ چا چې د ځوانۍ عمر په آزاد کشمیر كښې تير كړے خپلو خبرو كښې ووئيل د کشمیر موضوع زما زړه ته نزدې ده ،تر څو چې زما په خويندو او وروڼو د ظلمونو سلسله نه وي بنده شوې ٬ وګړي د خپلو كورنيو سره نه وي يو شوي او د څه يرې ترهي نه غير خپل كاروبار نه وي پيل شوے زه به د کشمیر د حقیقت په اړه غلې نه پاتې كيږم۔ دې ووئېل شخړيز كشمير كښې د ظلمونو په ضد غږ په بنيادي كچه پورته كولو ته اړتيا ده ۔ دې ووئېل كشمير زما زړه ته نزدے دے ٬د ظلمونو تر بندېدو به دغسې حقيقت رامخې ته كوم ۔ اے پي پي سره مركه كونكې د برتانيې پارلمان غړې څوك چې دا مهال د پاكستان په دوره راغلې د کشمیریانو ميرمنو او اقلیتونو لپاره دارالعوام كښې يو قوي غږ ګڼلې كيږي
مقبوضه کشمیر كښې د ظمونو په ضد غږ په بنیادي كچه پورته كولو ته اړتيا ده، کشمیر زما زړه ته نزدے دے، د طلمونو تر بنديدو به حقیقت رامخې ته كوم،د برتانيې پارلماني غړې ناز شاہ ”اے پي پي ” سره مركه
مضمون کا ماخذ : لوٹیریا کا نتیجہ